بیړنۍ ، د ډار او مجبوریت ستراتیژي
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

پنځمه برخه
دهغو څه په مواردو چې دلته ورباندې تبصرې لرم عملا په میدان د جنګ کې ازمایل شوې او عملي شویدي ،او نظامیان همیشه د تیرو تجربو نه په استفادې سره دغه ډولونه تر غور لاندې نیسې او ورباندې تمرینونه کوي ،مثلا دیوه شاګرد داستان چې هغه په صنف کې دیر تنبل وو او همیشه ېې کار خانګي نه کولو نو سرمعلم تصمیم و نیوو چې ده ته اخطار ورکړي او ورته ېې ویل احمده ته نور صنف نه شي داخیلیدلای ځکه همیشه غیرحاضر او کار خانګي نه کوي دمعلم په درس کې ویده وې ، معلمانو ستا سره اضافی وقت درس لوستۍ او تاته می ډیر نور ډولونه د درس زده کولو شودلي دی خو ته هیڅ باک نه راوړې نو لطفا نور صنف ته مه راځه او پلار او مور دهم خبر کړه، درۍ ورځې وروسته احمد صنف ته راننوتو او معلم ته ېې وویل زه حاضر یم د تاسوالو ته ځواب ووایم ، سرمعلم ورنه پوشتنه وکړه چې۱/۲ زیات دی که ۰،۵
  نواحمد ورته وویل چې ده دواړه  یوشي یا یوه اندازه دی یعنی دواړه نیم دي نو وروسته له څو کالو احمد یو لوی ساینس دان شوواو علت ېې فقط ( ډار )  ووچې سرمعلم ورته اخطار ورکړۍ ووچې خدای ناخواسته پلار او مور ېې خبر نه کا یا ېې د مکتبه خارج نه کا، په اموزشي سیستم کې دیر نور ډولونه د زده کولو هم شته دي ، لکه تشویق - تمرین - تجربه - تقلید او داسې نور .ا
بیړنۍ یا ( د عجلې ) ستراتیژي :    
دهر قوماندان یا هر رهبر یا مدیر دنده ده چې په مادونانو کې ویره - ( ډار او ناچارۍ ) او عجلې -  ستراتیژي ایجاد کړې او دهغو سره دقیق تمرینات وکا او همیشه په پورتنیو مواردو کې تعلیمات تر سره کا او ورسره ځانونه عیار او ورته بیدار ووسي. 
یو مثال راوړو د یهودانو په مورد کې ، یهودانو همیشه ویره لرله چې دوی به د کري له مخي کاملا ناپدید شي ، ځکه دوی په طول دتاریخ کې سخت ځپل شوي - وهل شوي - بندي شوي - دلوږې سره مخامخ شوي ماشومان او ښځې ېې د جرمنانو له خوانه تیرباران شوي او په ملیونو سوزول شوي او هغه بد اوناروا کارونه چې تاسې ورته هر نوم چې اخلۍ په یهودانو عملي شوي وواو همدا وجه وه چې نن د نړي سردمدار او سرتاج انسانان شمیرل کیژی ځکه د ( ډار ) دکلمې نه ډوی دغو مدارجو ته ورسیدل ، یو یهود چې دموره پیدا کیژی هغو ته ویل کیژی چې د مځکې په مخ دهغو قوم نه ېې چې هغو ته اشرف المخلوقات او عالم - مبتکر- بادانشه - اقتصادان او تل سرمایه دارویل کیژې نو ته نن د نړي ډ ډیرو ویاړونو سرغه طبعه شمیرل کیژې او دوی وايي  زموږ برتري زموږ په قواره کې نه بلکه  د یهودانو برتري ددوی په لوړ تفکر او لوړ اقتصاد کې ده  او خپلو ماشومانو ته وايي که تاسې د نړي د نورو خلکو نه وروسته پاتې کیژۍ یعنې ( تفکر او سرمایه ونه لرۍ ) نو د یهودو دقومه نه یاست او نور ځان یهود مه بوله  ، خو اعراب هغه وخت چې د تیلو خاوندان شول دوی ترس او عجله او ډار له ځانه لرې کړو او په ډالرو مصروف شول او هغه دي چې نن ذلیل ترین قوم اعراب دی چې هر څوک ېې په سر چنګک دی لکه امریکا او انګریز چې د عربي نړۍ په سر چنګک دي، نن زموږ خلک افغانان هم چون ډار نه لري او اتکای ېې په غرب ( امریکا ) ده  اصلا احساس د یووالي - احساس د یوبل پذیرۍ - احساس د افغانیت نه لري او هغه دی چې پاکستان او ایران مخصوصا عربان ورباندې فرمان رواي کوي ( مړې کې هغه مینځې چې د مینځو کالي مینځي ) 
د ناچارۍ عنصر کوم شیان دي :-
دهر هیواد د خلکو سره که د دری ګونه ستراتیژیو یعنې ( ناچارۍ - عجلې - ویرې )مسایل مطرح نه وو په دې پوه شه چې یو سالم ملت هلته شتون نه لري ،زموږ په مذهب کې روایتونه دي چې د خدایه ویره - د شیطانه ویره - دجن او پري نه ویره - د توپکمار او مافیا نه ویره - ددوزخ نه ویره - د جزای اخرت نه ویره - په مجموع کې ویره هر انسان لري او ورسره موجوده ده خو په ځواني کې ددغو احساس ډیر کم وي او هر وخت چې انسان مخ په زوړ والي کا او نژدي مرګ ته شي نو بیا په توبو او لمانځو او ذکر او عباداتو شروع کوي او ویره ورسره ډیرژي ،مثلا کله چې زه د خلقیانو له خوا نه بندی شوم د پلچرخي په زندان کې زما سره ډیره ویره وه چې که مو ووژني نو دغه د زندان قصې - درامې - ناخوالې - دخلقیانو زلمونه او ناورین به ټول ګور ته یو سم ، هلته کاغذ نه وو ، هلته قلم نه وو ، اجازه نه وه او زموږ خوار ملګري ډیرویریدل خو ما ورته همیشه ډاډینه ورکوله چې امید واره ووسۍ یوه ورځ نه یو ورځ خلاصیږو او بیا به د خلقیانو غونته ظلمونه نه تکراروو ، او دغه ډیر شیان چې یو تاریخ د ۵۰۰ ورقو کیژی ما په مغزو کې ساتلۍ وو او بیا کله چې د امین د ساتوره خلاص شوم نو ما دغه قیصې دیوه سیاسي تاریخ په نامه د (( بې ستري مردم افغانستان په دري او -  د افغانستان دخلکو بې ستري په پشتو ولیکل )) په ډیرو سختو او د قلم د عفته لرې الفاظو سره ولیکل  که وطنداران حوصله ولري دغه ناب تاریخ کتابونه چې بل څوک ېې دلیکلو توان او حوصله نه لري  پید او مطالعه کړۍ هلته حقایق ډیر عریان بیان شوي دي .
وايي په نړۍ کې داسې مثال نشته چې څوک وواي فلان قوم بیغیرته وو یا ډارن وو ، زموږ افغانان دتاریخ په اوږدو کې همیشه د میړنو په شان د اشغالګرانو او دشمنانو په ضد دتاریخ زرینې پانې ثبت کړې دي خو متاسفانه چې په دغو ۳۵ کالو کې مجاهدینو - طالبانو او دهغوی رهبرانو او قوماندانانو داسې کارونه وکړل چې دیوه افغان زیږنده نه وه ، درسته ده چې موږ د امریکا او په مجموع کې دغرب له خوانه اشغال شوي یو خو هغه متل مو هیر شوو چې وايي (( که پښۍ په یوه تیاره کوټه کې بی اوبو بې ډوډۍ خوشي کړې او یوه ، دوه ورځې بعد دغه پشو دنارو او سورو نه پاتې کیژی او په یوه کونج کې د هغو نه یو پړانګ جوړیژي اوکه یو څوک کوشش وکړې دیوه لرګې سره ور ننه وزي او یو څراغ دستي هم ورسره وي او د پشو د وژلو خیال ولري نو پښو لکه پړانګ د ځانه په ټول توان دفاع کوي ځکه ( ډار ) ورسره مل دۍ چې د پشو نه ېې پړانګ جوړ کړۍ دی ، نن هم باید هر افغان ( ډار ) ولري او د ډاره ځانونه په پړانګانو بدل کا او د طالبانو او نورو ( حکمتیار - حقانی - پاکستانی او ایرانی ) په ضد وجنګیژي او برۍ تر لاسه کړي .
دعجلې - ترس او ناچارۍ اساسي اصول : -
زه خپلو هیواد والو ته دومره وایم چې دیوه هیواد دخلکو په ژوندانه کې ترس یو مثبت ارزش لري ،او تر هغوچې دهیوا خلک  مشترک ( ګډ ) ، (ملي وجدان )منځ ته رانه وړي د مثال په ټوکه که زموږ دخلکو په مجموع کي وروسته له ۲۰۱۴ کاله ګډ ترس یا مجموعي ترس د (طابانو -حکمتیار - حقانی - پاکستان او ایران ) دمداخلو زیاتیدل او افغانستان بیرته کورني جنګ ته داخلیدل مطلب وينو دغو ته ( د هوشیارۍ ترس ) واي یعنی زموږ خلک په مجموع کې اندیښنه لري چې خدای نا خواسته بیا دغه وحشیان زموږ دخلکو برخلیق په لاس کې وا نه خلي ،نو دغو ته یو مثبت ارزش قایلیږم او ددې پر بنیاد ویلای شم چې زموږ خلک بیداره او هوشیار دي ،اوس هم باید د (ډار یا ترس ) خبره د خلکو په اذهانو کې ژوندۍ وساتو تر څو خلک ځانونه اماده کا او د دشمن په وړاندې کلکه مبارزه وکا او دشمن ته که ( طالبان وو- حکمتیار وو - پاکستان یا ایران وو ) مجال ورنه کړۍ چې زموږ په حریم تجاوز وکړي لکه د ګوشتې په مساله کې چې زموږ خلک یو ځلي د دشمن په وړاندې سره متحد شول،  په جنګ کې باید قوماندان هوشیار وي او همیشه یوه لاره د تیښتې ( فرار ) دشمن ته خلاصه پریږدي ، ځکه که دشمن ته د فرار لاره خلاصه نه وه نو تر اخرینې مرمي پورې جنګیژی او موږ ته هم ډیر تلفات رسیژي ځکه دلته که دشمن د تیښتې ( فرار ) لاره ونه لیده نو دوی باید ( ناچار ) تر اخره وجنګیژي او د ناچار کلمه هم یو اساس لري د ترس او نا چارۍ کلمات د جنګ دمیدان اساسي اصول تشکیلوي چې سربازان بله لاره نه لري یا مرګ یا پیروزي ( یا وطن یا کفن ) په جنګ کې همیشه باید قوماندانان معقولترینی لاری غوره کړي تر څو دجنګ دمیدان ګټونکي شي   .
 په ژوند کې انسان دشمن ته ضرورت لري ځکه دشمن دی چې د انسان په دماغ کې ترس او ناچاري زیږوي یا را منخ ته کوي او انسان همیشه اماده او تیار ساتی ، د ناچارۍ مهمه مشخصه عبارت  له دی نه ده چې انتظار باید ونه باسې ، ځکه انتظار انسان ستړۍ او خسته کوي ( ال انتظارو اشد من القتل ) انتظار تر قتل نه سخت دی ،او یوه بله مشخصه دناچارۍ عبارت ده له انرژۍ نه چې موږ نه شو کولای یو ځلي ټوله انرژي په مصرف ورسوو ، خو متاسفانه چې د ناچارۍ په صورت کې باید ټوله انرژي مصرف شي تجربې ښودلې که دتاسې نوکران یا سربازان بیکاره شول نو فورا ورته بله وظیفه ورکړه یا ورته ووایه دلته ودیږه دروازه پورې کوه یا تړه ، جنګونه هر لحظه - برق اسا - ناګهانی شروع کیژی او قوماندان تل تر تله باید یوه فرقه - یا لوا په حالت اماده باش کې وساتي هیڅ وخت ددشمن لخوانه غافلګیره نه شي ، ته به په خوب ویده وي او دشمن به د شاوخوا اشغال کړې وي، لومړني نسل جنګ لیدلۍ - دوهم نسل د پلار او مور نه د جنګ په مورد قیصې اوریدلي دي ، دریم نسل بی تفاوته دۍ او غافلګیره جنګ ته ور داخلیژي چې تباهی ده له همدې کبله زما همیشنۍ درخواست د افغانستان سیاسیونو مخصوصا محترم اشرف غني احمدزي یا بل هر څوک چې برنده شي دادي چې د مکلفیت دوه کلنه دوره رواج کا تر څو زموږ ځوان نسل یو هم مستثني نه وي او هر یو د مقدس جنګ له پاره امادګي ولري او دوطن ساتنه ورباندې فرض وي  .  





October 22nd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي